د ښاغلي سلیمان لایق ژوند ته لنډه کتنه

 

د ښاغلي سلیمان لایق ژوند ته لنډه کتنه

سلېمان لايق د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی. د هغه آر نوم غلام مجدد دی چې د نوښتگر مانا لري. د لايق پلار مولوي عبدالغني له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود. د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلېمان لايق پلار نظر بند شو. لايق په ۵ کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شو، له رارسېدو سره سم د کوي ناروغي ورپېښه شوه او په مټکې له مرگه بچ شو. مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت دی بېرته د ځان سره کلي ته بوت او تر ۲ کاله پورې په کلي کې د مور سره پاتې شو، خو وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه له مور سره يو ځای کابل ته ولاړ. دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه وو، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شول چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې 
ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو

:زده کړي

لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولگيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.

په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولگی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېگڼو سره سره په وحشيانه توگه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښار څخه په شړنه محکوم شو. خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنگيالی ؤ، د لايق او دده د ملگرو ملاتړ ته ېې راودانگل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طلاب بېرته مدرسه کې ومني

 :دندي

ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توگه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي.

پر ۱۳۷۱ لمريز کال چې کله د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني بای ته ورسېده او په هېواد کې جهادي تمظیمونه واکمن شول، لايق لومړی د څمکنیو سیمې او بیا له هغه څايه د مشهور سیاستوال عبدالولي خان دېرې ته لاړ. هلته یې له عبدالولي خان نه د څه مودې لپاره پنا وغوښته، ولي خان له پاکستاني حکومت څخه له ده سره د نه غرض غوښتنه وکړه او پاکستان شرط کېښود، چې لایق به نه سیاست کوي، نه به نورو پارونکو ربړو سره کار لري، یوازې به ژوند کوي او غلی به وي.

کله چې له مجبورې ورځې کوزې پښتونخوا ته کډوال شو نو شاعر لايق هلته يوه نامتو بولله (قصيده) وليکله چې د دغې بوللې سربيت دا دی:

دا زمونږ د سترگو وړاندې «غني» گوره څه تیریږي؟

یو باتور ملت غر قیږي، یو مضبوط وطن نړیږي

سلېمان لایق یو نیم کال د عبدالولي خان په دېره کې وو، تر هغې وروسته اروپا ته ولاړ او په جرمني هېواد کې مېشت شو

:مړينه

بله وېره نشته د لایق د مرگ په پېښه کې

ډک جام به یتیم شي، لب ‌شکرې به شي پاتې

د افغانستان دغه ستر ادبي شخصيت د ۲۰۱۹ ز کال د سپتمبر پر ۵ نېټه د کابل ښار په ششدرک کې د هېواد د دښمنانو له لوري په یوه ځانمرگې چاودنه کې د ټپې کېدو په يايله کې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۰ د ادینې (جمعې) پر ورځ او د لوی اختر پر لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۰ زېږدي کال د جولای مياشتې پر ۳۱)، له دې نړی څخه سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه


 : چابي اثار

چونغر – شعري جونگ – چاپکال ۱۳۴۱، ۱۳۶۱ ز. کالکيږدۍ – شعري جونگ – چاپکال ١٣٥٤، ١٣٦٠ ز.

کاليادونه او درمندونه – شعري جونگ چاپکال ١٣٥٧ ز.

کالبادبان – شعري جونگ (دري) ١٣٥٨

قصې او افسانې – شعري جونگ (پښتو) ١٣٦٠

د اباسين سپېدې – (پښتو) ١٣٦٢

شپيلۍ (پښتو) ١٣٦٢

د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله – (پښتو) ١٣٦٢

سمت روشن جاده ها – شعري جونگ (دري) ١٣٦٣

ساحل – شعري جونگ (پښتو) ١٣٦٣

سپرغکې – شعري جونگ (پښتو) ١٣٨٣

Post a Comment

0 Comments