دوې جـنازې! یوه ریښتینې کیسه !!

دوې جـنازې! یوه ریښتینې کیسه !!


کــتارموټراوڅـودانې  موټـرسايکل ديوه خـړپړ کور مخي ته ودرېدل.
کـسان په بيړه تري کښته سـول اوزياترو يې توري اوسـپيني پګـړۍ تر سر تړلي  وې .
ټول له يوه موټر راتاوو سـول په موټر کي  يو خړپړ تابوت پروت وو .
تابوت..
 ته کټ راوړل سو تابوت په کټ کيښودل ســو !
دتابوت له سره دړه اوچــته سوه دتابوت دننه يوه ښـايسته ځواني له اوږدو تورو ويښــتانو اوښـايسـته ږيري سـره له يوه نړۍ  ارمانونو سره ويده وه .
کــسان ډېرېدل او دزياترو له ســـترګو يې اوښـکي بـهېدلې.
کونډه په زړه چاودو کـريغو را ووته لکه لېونۍ د زوى په تابوت ورڅـملاســته چـيغي او اهـونو يې کـليوال دردمن کړل.
دراغلو موټرو ځاى نورو ونـيوو.
اوهغوى په خپله مخه ولاړل کونډه يې له خپله ځويه سـره پريښــوده .
کليوالو دقـبر کيندلوته ملا وتړله ځوانان قـبر کيندلو ته ولاړل
فاتحه...
 اخـــيستل شـروع وو چي کتار فوځي موټردکور مخي ته ودرېدل.
عــــــــسکرپه بېړه  تري راښــکته سول.



په نظم ودرېدل اوشـــپږو نفرو دبرګي رينجري څخه يوبل تابوت راښـکته کړ.
په دغه تابوت کى هم يوه غـره ته ورته ځواني ويده وه دعسـکرو په ســترګو کي اوښــکي رغړېدلې په تابوت ملي بــيرغ پېچلی وو.
دعــسکرو قومندان دتيارسي اويوڅونوري هـمدې ته ورته نارې وکړې .
دخپل ملګرى لپاره يې ټوپکان  مټ ته پورته اوبېرته ښکته کړل.
څوشيبې يې  دخپل ملګري  روح ته داحترام په خاطر چوپتيا غوره کړه.
خوداچوپتياهم اسمان لړزونکو کريغو ماته کړه !
کونډه موردخپل دوهم زوی په تابوت اوښته را اوښته .
څوځله ضعفه شوه بېرته راپه هوش سوه ،کله ديوه زوى اوکله دبل زوى سرته منډه کړي.
دمورچيغو يې ځمکه او اسمان لړزول کريغو يې له ډيرو سختو زړونو اوسترګو اوښکي وبهولې .
ماځیګر سو، څو نفره سپين ږيري راغلل غږ يې کړ 
                        ،شــــــــــهيـــد راواخلى،!!
ناوخـــته کيږي 
کونډه په منډه را ووته چيغي يې کړې!!
نه دازما زامن دي چي ترڅو راته ويې نه ښایه یاست چى شهيد کوم يو دی ؟ ترهغو يې رانه هديرې ته نسﺉ  وړلاﺉ !
دواړه ځوانان وو .
دواړه ديوې مور زامن وو
دواړه ديوه کور وو .
ددواړوځواني وه .
دواړو يوه يوه نړۍ ارمانو نه له ځانو سره لرل...
کاروان وایي ..!
افغاني جرس فریاد کړي ځي کاروان د شهیدانو.
نور څوک نه دي دلته ،هلته د یوې مور بچان وسول 


سمیع الله غفران !



Post a Comment

0 Comments