مار د خوراک پیدا کولو لپاره روان وو،
چې د نجارۍ دوکان ته ننوت ، دمیز په سر اره پرته وه ، کله چې مار ورباندې تیر شو ، نو ارې زخمي کړ،
مار په ډیرقهر سره سر په را وڅرخاوه ، په اره یې حمله وکړه او ترې را تاوشو ، ډیر زورونه یی ورسره ووهل ، له ډیره قهره یی په اره بدن او خوله دواړه څیرې شول.
سهار چی کله نجار راځي دوکان ته ګوري چې دمیز په سر مړمار د ارې سره پروت دی.
نو خبره مې دا کوله چې:
ډیره غوسه خپله دغوسه کونکي په ځپلو او زیان تماميږي.
د او غوصې پر مهال ځان کابو کړۍ ، هیڅکله دغوصی او قهر په وخت کې د زور څخه کار مه اخلۍ ځکه چې ، په داسې وخت کې به خپل ځان ته زیات زیان ورسوۍ
حدیث شریف کې راځي چې:
رسول الله ص فرمایلي دي (غښتلی او پهلوان هغه څوک دی چې خپل. دغوصه یې و خوړ او د غوصی پرمهال یي ځان کابو کړ....
#همایون_همدرد
0 Comments