نوم : نظام الدين مدني
قلمي نوم : مدني
زوکړه : 01.01.1986
د زوکړي ځاى: سهيلي پښتونخوا ګلستان کاريز
اوسنى استوګن ځاى : سهيلي پښتونخوا چمن ښار
خټه : بارکزى ګورجيزى
عصري علوم: ميټرک
ديني علوم : درجه رابعه
نا چاپ اثار: شعري ټولګه. سيرت مصطفى صل الله علیه وسلم
د ستورو شوردى اشناسره خبري کوي
زما خيالونه د ليلا سره خبري کوي
ساده پاده دى دمخلوق له فريبه نه دى خبر
زما جانان خود هرچا سره خبري کوي
زما رڼې اوښکي نن بيا لکه شلېدلى اميل
دانه دانه د يار له خوا سره خبري کوي
پښتون غرور مي ستا له ميني لکه مات کودرى
پروت وي فته بې مانا سره خبري کوي
مدني زړه دي لکه شوخه پيغله نه دى قرار
ډېر بې قرار وي چي زما سره خبري کوي
**********غزل
باداره ته يې تل لره خوښي او زندګيچې هر دوه سره و کاندي خپلوي او زندګي
د ميني شمع بله کړې د ميني په مجمر کيچې و ناڅي رڼا ته يې ښادي اوزندګي
څښتنه لکه سپينه واوره سپينه سوله راکړې
چي ښکلى کړي دا غر مځکه پټي او زندګي
سپوږمۍ رڼا خوره کړه دوه مين دي انتظار ديچي وصل کړي په وړانګو دي شوخي او زندګي
خوبونه او خيالونه مي بدلېږي په رښتياوممکن چې سره ګډ سي مدني او زندګي
********
غزل
باداره ته يې تل لره خوښي او زندګيچې هر دوه سره و کاندي خپلوي او زندګي
د ميني شمع بله کړې د ميني په مجمر کيچې و ناڅي رڼا ته يې ښادي اوزندګي
څښتنه لکه سپينه واوره سپينه سوله راکړېچي ښکلى کړي دا غر مځکه پټي او زندګي
سپوږمۍ رڼا خوره کړه دوه مين دي انتظار ديچي وصل کړي په وړانګو دي شوخي او زندګي
خوبونه او خيالونه مي بدلېږي په رښتياوممکن چې سره ګډ سي مدني او زندګي
********
ميني د منطق خبري ختمي سوېراسه اوس صغرا و کبرا نه غواړيدواړه به دصرفو په قانون کي سووصل مو طالب و مولا نه غواړيمادي ده وصال بابونه لؤستي ديتالره نور دغه ادا نه غواړيدلته څلور توري د ويلو ديهله کړه درواغ و رښتيا نه غواړيژؤند د مدني دي انتظار کويستا رضا هم نوره رضا نه غواړي
*********
قابيل د آدم وتى دى هابيل وژني لګيا دىچي نه يې مني روغ ګرزي قائيل وژني لګيا دى
له کرکي راته پيښه ده په سر کي د زلميو تر جهل قدم اړوي جاهل وژني لګيا دى
د قتل او قتال نعرې دي يؤ نوم دى او بل نومد هر دؤيم ټوپک لاس کي قاتل وژني لګيا دى
د لوى درياب په غيږه کي څپو په څرخ اخيستىبدل له طوفان نه اخلي ساحل وژني لګيا دى
په خپله يې ژؤند تيرکړد فراق په پنجرو کيد وصل دوښمني کاندي واصل وژني لګيا دى
ننى حالات😢🤲
نظام الدين مدني
******
په لپه کي دي خداى يښي دي موري بارانونهيوه دوعا دي راوړي له هر لوري بارانونه
د ميني پر بامونو لا ده وېره د لؤېدلوتر څو به شر د خير غېږه کي ګوري بارانونه
زما سرتوري هيلى په نصیب دي ژړېدل ديتر سترګو به دي خود څاڅي سرتوري بارانونه
چي خيال دي را په زړه بس غزل دي را په زړه سيپه ټال د غزل و پېيمه توري بارانونه
د زړه کاسه مي واوښته د اوښکو له سيندونود ياد و د فرياد پر غره لا اوري بارانونه
خوشبخته مدني د داسي ورځي انتظار وېپه يؤساعت کي لمر وي هم وي سيوري بارانونه
🌹🌺نظام الدين مدني 🌹🌺
*******
نوربه دي نه زورؤم نوربه دي ساتم له مينيزړګيه دا ځلي مي و بخښه نور ځم له ميني
څومره ليکلي دي پر پاڼو د تاريخ غميزيلا هم لګيا دي له ادمه تر دې دم له ميني
ماته څه پته وه چي اوربه نه وي ته به سؤځيماته څه پته وه چي دلته دى تورتم له ميني
داچي ويليږي شمي دا هم د يؤ چا په وير دي بس د يؤ څو د قيقو ژوند کوي د غم له ميني
مدني مه لټوه غرق به سې د سيند په غيږ کيګوهر تندى غواړي په زور مه ږده قدم له ميني
🌹🌹نظام الدين مدني 🌹🌹
*******
غزل پلنډه د زړګي پر وږو بار وړم چاته نه وايملوى غم تر منزله په يؤ وار وړم چا ته نه وايم
خدايه ته يې پټ ساته زما د ميني ښکلى راززه اوس د جانان په سترګو لار وړم چاته نه وايم
اوس لکه ويشتلى مرغه داسي بې اسرې يمهاوس خو به شيبه شيبه فرهار وړم چاته نه وايم
ستا په ياد مي اوښکي تر ياقوتو قدرمني ديزه دا ملغلري لکه هار وړم چاته نه وايم
خير دى که مودې پکي تېريږي يؤ ديدارته ديخير دى تر هغو دا انتظار وړم چاته نه وايم
ستاد سورکوشونډو اور زما په شونډو پوري سههو کنا هم دغه سور انګار وړم چاته نه وايم
هسې مدني پرما دښکلو باران تل اوريځکه غلچکى زړه کې ګلزار وړم چاته نه وايم
💔🖤نظام الدين مدني🖤💔
********
غزل
دعوه د ميني لري زړونو ته ضرر رسويځان ته بنا وايي کورونو ته ضرر رسوي
د سترګو سند دي د ليمو پرمځکه وبهېدىدا بې وسي دي سرو ګلونو ته ضرر رسوي
د جانان ياد خو د ياغي مرغه په څېر رپېږيپه ځان کي ورک دى اميدونو ته ضرر رسوي
پردۍ خولۍ د غلامۍ که چاته ورسېږي خولۍ به ولري سرونو ته ضرر رسوي
عشقه درياب دي مدني لکه ګوهر پټويکه يې زړه وسپړى رازونو ته ضرر رسوي
🌹❤️نظام الدين مدني❤️🌹
*******
هيله ياغي سوه په جرمونو کي اتل دي راسينور څوک دي نه راځي زما د زړګي غل دي راسي
مالياره مه لټوه نور ګلونه نور دي نه ويد خيال په زلفو کي يې ږدم د ګلاب ګل دي راسي
پر پښتو ننګ دى تر پښتونه مي فغان رسوهچي يې دستار وي پر سرونو ول په ول دي راسي
جانانه ستا د وصال تنده ماتؤم په توروچي سره و پېيمه ښه تانده غزل دي راسي
د رب له دره د جانان لقا طلب مي مطلبد رب له دره د رنګونو ډک ازل دي راسي
مدني تا هم له رقيبه درست ګزار خوړلىنور دي اشنا راسي که نه راځي اجل دي راسي
💔🌹🌹نظام الدين مدني 🌹🌹💔
******
زړه کي مي درددى له هرڅه خفه يمنن د يؤ چا له لاسه ښه خفه يمد اسمان شينه رنګه و ورېدېزما پر زړه ځکه له زړه خفه يمد ژؤند اميد او د جانان فريبونهزما نصیبه تر تا زه خفه يمپښتون غرور مي مجبورۍ نيولىخندامي مه ګوره پرخوله خفه يمزما بې وسي تر تا پيچومي لاريخداى راخبر دى پر داغه خفه يمله مرګه هم تښتم آسانه نه دىمدني ستا په ژؤندانه خفه يم 🌹❤️نظام الدين مدني ❤️🌹
*******
خوله کږول د سړي خوله ماتويسترګي چي ټيټي سي باڼه ماتويلکه د ګور مړى د پور مړى سيخدايه احتياج سړى د زړه ماتويدغه ظالمه او ستم ګره نړۍد ځان په ګټه کي هر څه ماتويناچاري اوښکې له ناچارو سترګوچي سي راتوى جږمي لېمه ماتوياور دى چي راسي له خپل زوره سرهزورؤر ځان کاږي اوبه ماتويقسمته تم سه مدني دي هير کړ ځان يې مات کړى نور خو نه ماتوي
******
شيطان چي کله و وهي جرس د ګناهونوانسان څښتن شا کړي په هؤس د ګناهونو چي بر سي دواړه لاسه يې د خداى په نارواوود عقل سترګي پټي کړي په وس د ګناهونو
د رزق په موندلو کي په څېر د حيوانانو نيولى يې وي فريب و جم په نس د ګناهونو
دانه دانه رژيږي د ژؤندون له هاره يؤ يؤلا بيا هم عبرت اخلي له بس د ګناهونو
دا کورد ازمويښت دى مدني که هوښیاري کړې دا پاته زندګي نه کړې عبس د ګناهونو
🌺🤲نظام الدين مدني 🤲🌺
******
رحم او کرم نستهزخم سته مرهم نسته زړه مي له غمونو شيندا ځکه همدم نستهدلته ژؤند مزه کوي يؤ بني آدم نستهدوى دواړه سپيڅلي ديدوى کي چي قسم نسته ناست يمه دردونه وړمولي چي صنم نستههغه له خندا نه شينده سره خو غم نستهڅوک به جلبوې څنکه ستا سره خو دم نستهموږ په اعتدال کي يوموږ کي خو ماتم نستهدغه لار وتلې دهدې لاره کي بم نستهسترګي دي بدلي سوېوينم پکښي نم نستهخود به وي جاهل په ژؤندژؤند کي يې قلم نستهراغلى مدني جاناندې سړي کي چم نسته
*****
د زلفو له زندانه درته راغلمه کنهژؤندونه له تاوانه درته راغلمه کنهمنمه بې وسي مي تر حدودو و اؤښتېخو بيا هم له جانانه درته راغلمه نکنه د ميني او الفت توري مي دواړه کليشه کړلد حسن له طوفانه درته راغلمه کنهد وصل او د هجر خوب و خيال بلا وهليزړګيه په ميړانه درته راغلمه کنهژړاوي دي د اوښکو قطارونه کړاؤنهله دې ستړي بارانه درته راغلمه کنهموقع ده مدني د داسي ورځي انتظار وېد صبر له کاروانه درته راغلمه کنه
*****
له ما خندا او له جانانه مي ادا پاته سوهستړى مزل دى تر منزله مي سودا پاته سوه نن مي ځوانۍ راته ځواب راکړ يؤاځي سؤمهنن مي ژړا د ارمانونو بې مانا پاته سوه خالقه ستا د لوى نعمت شکر مي و نه ايستو د شيرين عمر ملغلره مي تر شا پاته سوهد يار د وصل جنازه وړمه د زړه پر وږود ژؤند پر مځکه مي ناهيلې کربلا پاته سوهبنګ د ځوانۍ خمار د حسن ليوني وختونهراسره مل نه سوه تر پايه په رښتیا پاته سوه مخ ته مي تل کتل تر شا مي نه کتل روان وماوس بيا تر شا ګورم چي څه سوي پرچا پاته سوهمدني اوس هم بندګۍ ته زندګي پاته دههسي نه ووايې چي داموقع مي بيا پاته سوه
*****
توره شپه سوه اوس به نه درپسې ګرزم ډيوه مړه سوه اوس به نه درپسې ګرزم برکت دي لکه سيورى د غرمې سوعجيبه سوه اوس به نه در پسې ګرزمزما و ستاپه مينه څرنګه لوګډ سوډنډوره سوه اوس به نه درپسې ګرزمزما د زړه پر مځکه يؤ قبر و ستا وهديره سوه اوس به نه درپسې ګرزمستا د هجر پلنډه ووته تر وس ميچي درنه سوه نوربه نه درپسې ګرزم دا چي يؤ سؤمه هم ستا له برکتهدا هم وسوه نور به نه درپسې ګرزم مدني له بې مانا تهمته تښتمکه پرده سوه نور به نه درپسې ګرزم
*****
د ښه خوى څښتنان لکه ګلونه د ګلابو دښکلو په مذهب دي ګلابونه د ګلابو ساقي په ميکده کي دي خمان سو بې ارزښتهراوړي دي پيمخو ډک جامونه د کلابو
په وخت د صبح دم کي څوڼهار د بلبلانوڅه زيب کاندي پر پاڼو سهارونه د ګلابو
د ميني لمونځ ته و پاشي عطرونه معطرهويده زړونه را ويښ کړي آزانونه د ګلابو
تلسم يې په وصل کي پټ کړى مدني دىنو ځکه يې منلي دي نازونه د ګلابو
🤝نظام الدين مدني🤝
*******
د يار له برکته د دلدارله برکتهدا سور و سپين چي نه ښکارم د کار له برکتهد زرو له ګوهره فرهري راغلم ملنګهزخمونه پر بشر وړمه د مار له برکتهباداره دواړي سترګي مي کږې دي ستا پر لوري پر ملا باندي را ولوېدم د بار له برکتهجانانه انتظار دي لکه مرګ په ژؤندانه دىديدار ته دي ولاړ يمه د وار له برکته د تورو اړؤل مي د لندې ژبي کمال دىرباب که څه ږغيږي هم د تار له برکتهرا لويږي مي له سترګو مدني په ګريوانه کيداسپيني ملغلري وړم د هار له برکته
*******
ددي ليکني ټول رسمي حق يوازي ده naniwi100.com سره سته !هيڅ څوک يي ده کاپي کولو حق نه لري ۔
مننه !
غزل
باداره ته يې تل لره خوښي او زندګي
چې هر دوه سره و کاندي خپلوي او زندګي
د ميني شمع بله کړې د ميني په مجمر کي
چې و ناڅي رڼا ته يې ښادي اوزندګي
څښتنه لکه سپينه واوره سپينه سوله راکړې
چي ښکلى کړي دا غر مځکه پټي او زندګي
سپوږمۍ رڼا خوره کړه دوه مين دي انتظار دي
چي وصل کړي په وړانګو دي شوخي او زندګي
خوبونه او خيالونه مي بدلېږي په رښتياو
ممکن چې سره ګډ سي مدني او زندګي
********
غزل
باداره ته يې تل لره خوښي او زندګي
چې هر دوه سره و کاندي خپلوي او زندګي
د ميني شمع بله کړې د ميني په مجمر کي
چې و ناڅي رڼا ته يې ښادي اوزندګي
څښتنه لکه سپينه واوره سپينه سوله راکړې
چي ښکلى کړي دا غر مځکه پټي او زندګي
سپوږمۍ رڼا خوره کړه دوه مين دي انتظار دي
چي وصل کړي په وړانګو دي شوخي او زندګي
خوبونه او خيالونه مي بدلېږي په رښتياو
ممکن چې سره ګډ سي مدني او زندګي
********
ميني د منطق خبري ختمي سوې
راسه اوس صغرا و کبرا نه غواړي
دواړه به دصرفو په قانون کي سو
وصل مو طالب و مولا نه غواړي
مادي ده وصال بابونه لؤستي دي
تالره نور دغه ادا نه غواړي
دلته څلور توري د ويلو دي
هله کړه درواغ و رښتيا نه غواړي
ژؤند د مدني دي انتظار کوي
ستا رضا هم نوره رضا نه غواړي
*********
قابيل د آدم وتى دى هابيل وژني لګيا دى
چي نه يې مني روغ ګرزي قائيل وژني لګيا دى
له کرکي راته پيښه ده په سر کي د زلميو
تر جهل قدم اړوي جاهل وژني لګيا دى
د قتل او قتال نعرې دي يؤ نوم دى او بل نوم
د هر دؤيم ټوپک لاس کي قاتل وژني لګيا دى
د لوى درياب په غيږه کي څپو په څرخ اخيستى
بدل له طوفان نه اخلي ساحل وژني لګيا دى
په خپله يې ژؤند تيرکړد فراق په پنجرو کي
د وصل دوښمني کاندي واصل وژني لګيا دى
ننى حالات😢🤲
نظام الدين مدني
په لپه کي دي خداى يښي دي موري بارانونه
يوه دوعا دي راوړي له هر لوري بارانونه
د ميني پر بامونو لا ده وېره د لؤېدلو
تر څو به شر د خير غېږه کي ګوري بارانونه
زما سرتوري هيلى په نصیب دي ژړېدل دي
تر سترګو به دي خود څاڅي سرتوري بارانونه
چي خيال دي را په زړه بس غزل دي را په زړه سي
په ټال د غزل و پېيمه توري بارانونه
د زړه کاسه مي واوښته د اوښکو له سيندونو
د ياد و د فرياد پر غره لا اوري بارانونه
خوشبخته مدني د داسي ورځي انتظار وې
په يؤساعت کي لمر وي هم وي سيوري بارانونه
🌹🌺نظام الدين مدني 🌹🌺
*******
نوربه دي نه زورؤم نوربه دي ساتم له ميني
زړګيه دا ځلي مي و بخښه نور ځم له ميني
څومره ليکلي دي پر پاڼو د تاريخ غميزي
لا هم لګيا دي له ادمه تر دې دم له ميني
ماته څه پته وه چي اوربه نه وي ته به سؤځي
ماته څه پته وه چي دلته دى تورتم له ميني
داچي ويليږي شمي دا هم د يؤ چا په وير دي
بس د يؤ څو د قيقو ژوند کوي د غم له ميني
مدني مه لټوه غرق به سې د سيند په غيږ کي
ګوهر تندى غواړي په زور مه ږده قدم له ميني
🌹🌹نظام الدين مدني 🌹🌹
*******
غزل
پلنډه د زړګي پر وږو بار وړم چاته نه وايم
لوى غم تر منزله په يؤ وار وړم چا ته نه وايم
خدايه ته يې پټ ساته زما د ميني ښکلى راز
زه اوس د جانان په سترګو لار وړم چاته نه وايم
اوس لکه ويشتلى مرغه داسي بې اسرې يمه
اوس خو به شيبه شيبه فرهار وړم چاته نه وايم
ستا په ياد مي اوښکي تر ياقوتو قدرمني دي
زه دا ملغلري لکه هار وړم چاته نه وايم
خير دى که مودې پکي تېريږي يؤ ديدارته دي
خير دى تر هغو دا انتظار وړم چاته نه وايم
ستاد سورکوشونډو اور زما په شونډو پوري سه
هو کنا هم دغه سور انګار وړم چاته نه وايم
هسې مدني پرما دښکلو باران تل اوري
ځکه غلچکى زړه کې ګلزار وړم چاته نه وايم
💔🖤نظام الدين مدني🖤💔
********
غزل
دعوه د ميني لري زړونو ته ضرر رسوي
ځان ته بنا وايي کورونو ته ضرر رسوي
د سترګو سند دي د ليمو پرمځکه وبهېدى
دا بې وسي دي سرو ګلونو ته ضرر رسوي
د جانان ياد خو د ياغي مرغه په څېر رپېږي
په ځان کي ورک دى اميدونو ته ضرر رسوي
پردۍ خولۍ د غلامۍ که چاته ورسېږي
خولۍ به ولري سرونو ته ضرر رسوي
عشقه درياب دي مدني لکه ګوهر پټوي
که يې زړه وسپړى رازونو ته ضرر رسوي
🌹❤️نظام الدين مدني❤️🌹
*******
هيله ياغي سوه په جرمونو کي اتل دي راسي
نور څوک دي نه راځي زما د زړګي غل دي راسي
مالياره مه لټوه نور ګلونه نور دي نه وي
د خيال په زلفو کي يې ږدم د ګلاب ګل دي راسي
پر پښتو ننګ دى تر پښتونه مي فغان رسوه
چي يې دستار وي پر سرونو ول په ول دي راسي
جانانه ستا د وصال تنده ماتؤم په تورو
چي سره و پېيمه ښه تانده غزل دي راسي
د رب له دره د جانان لقا طلب مي مطلب
د رب له دره د رنګونو ډک ازل دي راسي
مدني تا هم له رقيبه درست ګزار خوړلى
نور دي اشنا راسي که نه راځي اجل دي راسي
💔🌹🌹نظام الدين مدني 🌹🌹💔
******
زړه کي مي درددى له هرڅه خفه يم
نن د يؤ چا له لاسه ښه خفه يم
د اسمان شينه رنګه و ورېدې
زما پر زړه ځکه له زړه خفه يم
د ژؤند اميد او د جانان فريبونه
زما نصیبه تر تا زه خفه يم
پښتون غرور مي مجبورۍ نيولى
خندامي مه ګوره پرخوله خفه يم
زما بې وسي تر تا پيچومي لاري
خداى راخبر دى پر داغه خفه يم
له مرګه هم تښتم آسانه نه دى
مدني ستا په ژؤندانه خفه يم
🌹❤️نظام الدين مدني ❤️🌹
*******
خوله کږول د سړي خوله ماتوي
سترګي چي ټيټي سي باڼه ماتوي
لکه د ګور مړى د پور مړى سي
خدايه احتياج سړى د زړه ماتوي
دغه ظالمه او ستم ګره نړۍ
د ځان په ګټه کي هر څه ماتوي
ناچاري اوښکې له ناچارو سترګو
چي سي راتوى جږمي لېمه ماتوي
اور دى چي راسي له خپل زوره سره
زورؤر ځان کاږي اوبه ماتوي
قسمته تم سه مدني دي هير کړ
ځان يې مات کړى نور خو نه ماتوي
******
شيطان چي کله و وهي جرس د ګناهونو
انسان څښتن شا کړي په هؤس د ګناهونو
چي بر سي دواړه لاسه يې د خداى په نارواوو
د عقل سترګي پټي کړي په وس د ګناهونو
د رزق په موندلو کي په څېر د حيوانانو
نيولى يې وي فريب و جم په نس د ګناهونو
دانه دانه رژيږي د ژؤندون له هاره يؤ يؤ
لا بيا هم عبرت اخلي له بس د ګناهونو
دا کورد ازمويښت دى مدني که هوښیاري کړې
دا پاته زندګي نه کړې عبس د ګناهونو
🌺🤲نظام الدين مدني 🤲🌺
******
رحم او کرم نسته
زخم سته مرهم نسته
زړه مي له غمونو شين
دا ځکه همدم نسته
دلته ژؤند مزه کوي
يؤ بني آدم نسته
دوى دواړه سپيڅلي دي
دوى کي چي قسم نسته
ناست يمه دردونه وړم
ولي چي صنم نسته
هغه له خندا نه شين
ده سره خو غم نسته
څوک به جلبوې څنکه
ستا سره خو دم نسته
موږ په اعتدال کي يو
موږ کي خو ماتم نسته
دغه لار وتلې ده
دې لاره کي بم نسته
سترګي دي بدلي سوې
وينم پکښي نم نسته
خود به وي جاهل په ژؤند
ژؤند کي يې قلم نسته
راغلى مدني جانان
دې سړي کي چم نسته
*****
د زلفو له زندانه درته راغلمه کنه
ژؤندونه له تاوانه درته راغلمه کنه
منمه بې وسي مي تر حدودو و اؤښتې
خو بيا هم له جانانه درته راغلمه نکنه
د ميني او الفت توري مي دواړه کليشه کړل
د حسن له طوفانه درته راغلمه کنه
د وصل او د هجر خوب و خيال بلا وهلي
زړګيه په ميړانه درته راغلمه کنه
ژړاوي دي د اوښکو قطارونه کړاؤنه
له دې ستړي بارانه درته راغلمه کنه
موقع ده مدني د داسي ورځي انتظار وې
د صبر له کاروانه درته راغلمه کنه
*****
له ما خندا او له جانانه مي ادا پاته سوه
ستړى مزل دى تر منزله مي سودا پاته سوه
نن مي ځوانۍ راته ځواب راکړ يؤاځي سؤمه
نن مي ژړا د ارمانونو بې مانا پاته سوه
خالقه ستا د لوى نعمت شکر مي و نه ايستو
د شيرين عمر ملغلره مي تر شا پاته سوه
د يار د وصل جنازه وړمه د زړه پر وږو
د ژؤند پر مځکه مي ناهيلې کربلا پاته سوه
بنګ د ځوانۍ خمار د حسن ليوني وختونه
راسره مل نه سوه تر پايه په رښتیا پاته سوه
مخ ته مي تل کتل تر شا مي نه کتل روان وم
اوس بيا تر شا ګورم چي څه سوي پرچا پاته سوه
مدني اوس هم بندګۍ ته زندګي پاته ده
هسي نه ووايې چي داموقع مي بيا پاته سوه
*****
توره شپه سوه اوس به نه درپسې ګرزم
ډيوه مړه سوه اوس به نه درپسې ګرزم
برکت دي لکه سيورى د غرمې سو
عجيبه سوه اوس به نه در پسې ګرزم
زما و ستاپه مينه څرنګه لوګډ سو
ډنډوره سوه اوس به نه درپسې ګرزم
زما د زړه پر مځکه يؤ قبر و ستا و
هديره سوه اوس به نه درپسې ګرزم
ستا د هجر پلنډه ووته تر وس مي
چي درنه سوه نوربه نه درپسې ګرزم
دا چي يؤ سؤمه هم ستا له برکته
دا هم وسوه نور به نه درپسې ګرزم
مدني له بې مانا تهمته تښتم
که پرده سوه نور به نه درپسې ګرزم
*****
د ښه خوى څښتنان لکه ګلونه د ګلابو
دښکلو په مذهب دي ګلابونه د ګلابو
ساقي په ميکده کي دي خمان سو بې ارزښته
راوړي دي پيمخو ډک جامونه د کلابو
په وخت د صبح دم کي څوڼهار د بلبلانو
څه زيب کاندي پر پاڼو سهارونه د ګلابو
د ميني لمونځ ته و پاشي عطرونه معطره
ويده زړونه را ويښ کړي آزانونه د ګلابو
تلسم يې په وصل کي پټ کړى مدني دى
نو ځکه يې منلي دي نازونه د ګلابو
🤝نظام الدين مدني🤝
*******
د يار له برکته د دلدارله برکته
دا سور و سپين چي نه ښکارم د کار له برکته
د زرو له ګوهره فرهري راغلم ملنګه
زخمونه پر بشر وړمه د مار له برکته
باداره دواړي سترګي مي کږې دي ستا پر لوري
پر ملا باندي را ولوېدم د بار له برکته
جانانه انتظار دي لکه مرګ په ژؤندانه دى
ديدار ته دي ولاړ يمه د وار له برکته
د تورو اړؤل مي د لندې ژبي کمال دى
رباب که څه ږغيږي هم د تار له
برکته
را لويږي مي له سترګو مدني په ګريوانه کي
داسپيني ملغلري وړم د هار له برکته
*******
ددي ليکني ټول رسمي حق يوازي ده naniwi100.com سره سته !
هيڅ څوک يي ده کاپي کولو حق نه لري ۔
مننه !
1 Comments
Masha Allah
ReplyDelete