د یو ترجمان د خولي کیسه



یو ترجمان کیسه کوله چې یوه ورځ خپل کار ځای کې د ډوډۍ میز ته ناست وم چې د دفتر یوه ښځینه امریکایي کارکونکې هم راغله او ترڅنګ مې کښیناستله .


له خبرو ښکاریدله لکه غواړي چې د خپل زړه بوج سپکولو لپاره یي څوک لټولو؛ نوموړې د خپل زړه غوټه راته داسې راوسپړله: 

امریکایي میرمنې راته وویل: ستاسو دین ډېر ښکلی دین دی؛ ستاسو دین اسلام چې ښځو ته کوم حق او حقوق ورکړي هغه بل هیڅ دین او تهذیب ښځو ته ندي ورکړي


ته وګوره! ستاسو ښځې په کور کې په ارامه ناستې وي، سړي مو کار کوي؛ د ښځو ټول خرڅ او خوراک، لباس او پوښاک بلکې ټول مصارف یې د سړیو پر غاړه دي، خو زمونږ بیا داسې نده


زما میړه ماته وایي: که غواړې چې ما سره ګډ ژوند وکړې؛ ته هم باید کار وکړې او زما په اندازه پیسي وګټې


نو زه مجبوره یم چې د خپل ګډ ژوند او کور ژغورلو لپاره کار وکړم، ځکه خو له خپل کور اولادونو خپلو خپلوانو او هیواده څخه زرګونه کیلو متره لري دلته په افغانستان کې کار کوم 


زما د دفتر مشر یو تور پوستی امریکایي ده، هغه خپل کمپیوټر ته ناست وي؛ خپل کار کوي او زه خپل کمپیوټر ته ناسته یم خپل کار کوم.


خو کله هم چي زما د دفتر د مشر زړه وغواړي مخکې لدې چې ماته ووایي یا زه په ذهني لحاظ دې ته تیاره اوسم راشي او له ما خپل جنسي خواهش پوره کړي، زه ددې لپاره چې کار له لاسه ورنکړم له دندې ګوښه نشم دا هرڅه زغمم


او زیاته یي کړه: دا امریکایان، غربیان او دلته یې روزلی یو نیم افغان چې (افغانستان کې) د ښځو د ازادۍ حق او حقوقو شعارونه ورکوي دا دروغ دي. دوی پدې خبرو غواړي صرف ستاسو ښځو ته لاس رسی پیداکړي، نشي زغملی چې ستاسو ښځې دې محفوظې او ددوﺉ دې...


#کاپى نعیم جان بوډا

Post a Comment

0 Comments