احمدرضاء خان برېلوي [بړېڅ]

 د برېلويه ډلي بنسټګر احمدرضاء خان برېلوي [بړېڅ]

د نولسمي پېړۍ تر پايه په ناوېشلي هندوستان کي حنفي سني مسلمانانو خپل ځانونه حنفي اهل السنة و الجماعة بلل، هيچا د دېوبندي او برېلوي د اختلاف نه و اورېدلي، که څه هم دا دواړه لوري په ټولو اصولو او فروعو کي په يوه خوله دي، خو بيا هم د دوی تر منځ څه اختلاف سته، د برېلويه ډلي بنسټ په ۱۲۹۷س کال احمدرضاء خان برېلوي کښېښود.


مولانا احمدرضاء خان د مولانا نقي علي خان زوی، د مولانا رضاءعلي خان لمسی، د مولانا کاظم علي خان کړوسی، د مولانا محمداعظم خان کوسی، د سعادت يار خان کودی او د سعدالله خان (سعيدالله خان) پردی و.

سعدالله خان (سعيدالله خان) په خټه بړېڅ پښتون و، د مغولو د واکمنۍ پر مهال له کندهاره لاهور ته ولاړ، هلته پر لوړو دندو وګومارل سو، بيا ډيلي ته ولاړی، په ډيلي کي د مغول واکمن له خوا د شپږو زرو سرتېرو د مشر په توګه وټاکل سو او د شجاعت جنګ په ستاينوم وستايل سو.

مولانا احمدرضاء خان برېلوي د ۱۲۷۲س کال د کوچني اختر د مياشتي په لسمه د اترپردېش (يوپي) د برېلي ښار په جسولي کوڅه کي وزېږېد، په همدې بريلي کي د ۱۳۴۰س کال د صفري د مياشتي پر ۲۵ ومړ او په سوداګران نومې سيمه کي خاورو ته وسپارل سو.

د نوموړي د نښېرونو (آثارو/کتابونو) شمېر له ۲۰۰ تر ۱۰۰۰ پوري ياديږي، خو رښتيا دا دي، چي دا شمېر تر ۶۰۰ پورته او تر ۱۰۰۰ کښته دی.

اخستنليکونه:

۱- رضوي، مظفرالدين، مولانا، حيات اعلی حضرت، ۲۰۰۳ز، لاهور.

۲- نعماني، محمدعبدالمبين، مولانا، المصنفات الرضوية، ۲۰۰۵ز، لاهور.

۳- بنوري، محمدنعيم، مفتي، اديان باطله اور صراط مستقيم، .....، کراچي.

۴- لوديانوي، محمديوسف، مولانا، اختلاف امت اور صراط مستقيم، .....، لاهور.


د دې  لیکني ټول حقوق د Naniwi100 سره محفوظ دي. هیڅ څوک یې د بیا خپرولو او کاپي کولو اجازه نلري .

درنښت 🌹

All Copyrights Of This Post Are Reserved To Naniwi100.

No One Can Copy This Post

Post a Comment

0 Comments