که د باران په شپه کې راغلې | یو شل ګزی کمیس لرم پټ به دې کړمه

 که د باران په شپه کې راغلې

یو شل ګزی کمیس لرم پټ به دې کړمه!


د ولسي ادبیاتو دا خوږه چیغه او د جلال کوټ سوزونکی اوړی، چې کله هم سره غبرګ شي، نو طبعاً به د یوه داسې حالت شاهد شې؛ چې پر دروني اړخ سربېره به د فزیکي تغیراتو او کیفیاتو نندارې ته هم هک پک پاته شې.

او د همدې لویې پوښتنې چې د کایناتو رب پر هماغه یوه خاوره، وګړو او ..... باندې کله داسې موسم راولي، چې د یخنۍ له امله په بړستن او کمبل کې د وجود د تودېدلو ارمان کوې او کله بیا د اغوستو جامو له بوج او باره هم سوزېږې؟

اخر دا کوم ډول نظام دی؟

د انساني فکر آس چې په یاده برخه کې  هر څومره ځغاسته وکړي، د دې تحولاتو او تغیراتو په پای کې یوازې همدا ویلای شي، چې د کایناتو تخلیق او دوی ته موجوده امکانات، حالات، خاوره، اوبه او ..... ټول په واک کې ورکړل شوي، تر څو ترې د خپل ژوند سهولتونه او امکانات برابر کړي؛ خپل رب وپیژني او پر دا پیداکړې نړۍ یې د یووالي ایمان لا هم غښتلی شي.

خو! 

دا چې انسان د خپلې کمزورۍ، بې باورۍ، اسلام ته د پوره نه تسلیمۍ او نورو له امله کومې ستونزې ویني، دا د ده خپل کړه وړه او اعمال دي!

ځکه رب وایي چې ما د انسان لپاره ځمکه او اسمان مسخر کړي، یعنې د ده د خدمت لپاره یې پیدا کړي، تر څو ترې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

نور بیا....!!.

#کاپي



Post a Comment

0 Comments