ښځه اوخاوند | بیخي له خونده ډکه کېسه



میرمنې او خاوند په څه خبره شخړه وکړه او یو له بل سره خفه شول ، خاوند ورته وویل تر ماښامه دې په دې کور کې ونه وینم !!


سهار وختي د خاوند او مېرمنې تر منځ زوروره جګړه وشوه ، مېرمنې د غصې په حالت کې وویل چې بس! ډېر مي وزغمل، نور زه د یوې دقیقې لپاره هم ستاسره نشم اوسېدلی.


خاوند هم له غصې څخه په ډک انداز وویل ... (زه هم ستا د شکل له لیدلو نور تر پوزې راغلی یم … چې نور دې تر ماښامه په دې کور کې ونه وینم… پورته کوه خپلې غوټې او بسترې دې او له دې ځایه نورې پښې سپکوه) خاوند د غصې په حالت کې له کوره د کار پر طرف ولاړ.


مېرمنې مور ته ټیلیفون وکړ چې ما هر څه دلته پرېښودل او د ماشومانو سره د پلار کور ته در روانه یم، زه نوره نشم اوسېدلی په دې جهنم کې.


مور یې ورته وویل: له عقل څخه کار واخله او په خپل کور کې کښېنه، ستا مشري خور هم د خاوند سره جګړه کړې وه، کور ته راغلل او باالاخېره خبره تر طلاقه ورسېده ، اوس تا هم هماغه ډرامه پیل کړل. خبردار! که دې دلته قدم کښېښودۍ بیا دې خیر نسته ، نو… د خاوند سره دې سوله وکړه، هغه دومره هم بد نه دی.


مور یې سره سترګه ورښکاره کړل، د مېرمني هم لږ عقل ځای ته راغی او له ژړا یې له سترګو اوښکي راماتي شوې… له ښه اندازې ژړا وروسته یې زړه سپک شوی ؤ… د خاوند سره د جګړې منظر یې فکر کې راوست نو خپلي ډیرې غلطیانې په نظر ورغلې. مخ او لاسونه یې ومینځل او لږ تازه شول ، د خاوند د خوښۍ خواړه یې پاخه کړل او تر څنګ یې خوندوره فیریني هم تیاره کړه… فکر یې وکړ چې ماښام به له خاوند څخه بښنه وغواړم، خپل کور بیا هم خپل کور وي.


خاوند چې یې کله ماښام کور ته راغی نو مېرمني یې ښه تود هرکلی وکړ، لکه سهار چې بیخي هیڅ شوي هم نه وي… خاوند یې هم حیران او له خوښیو وپړسېد. له ډوډۍ خوړلو وروسته چې کله خاوند ورو ورو په کاشوغه فیریني خوړل نو مېرمني ته یې وویل چې ښځې ! کله ناکله زه هم زیاتی کوم.. ته یې پر زړه مه اخله، بنده او بشر یم، غصه راځي.


مېرمني تر بڼو لاندې په کاتو له خاوند څخه مننه کول او تر څنګ یې په زړه کې مور ته دعاګاني کولې… کنه جذباتي پریکړې یې کور تباه کړی ؤ.


سبق : که مور او پلار د واده کړي اولاد د هرې جائز او ناجائز خبرې تأئید پرېږدي نو ډیر قرابتونه او کورونه به وژغورل شي.

که پوره مو ولوسته نو کمنت کی ولیکی ولوستل شوه.

شیر یی هم کړی

 کاپی

Post a Comment

0 Comments