د هلمند ادبي بهير ۴۰۹مه اوونیزه ادبي غونډه وشوه!
نن د جمعې په ورځ د روان (۱۳۹۹)هجري لمريز کال د زمري د میاشتي پر ۲۴مه نېټه د هلمند ادبي بهیر اوونيزه ادبي ناسته د عرفان(همدرد)په اُنانسرۍ ترسره شوه.
ياده ادبي ناسته لمړی د توحید احمد(فرهان)لخوا د کلام الله په سپېڅلو ایاتونو افتتاح او ورپسې د اجنډا له مخي په دریو برخو ووېشل شول.
لمړي برخه کي د بهير مشر سید محمد(حیرت)وینا وکړه.
ښاغلي حیرت لمړی ټولو ملګرو ته هرکلی وکړ او ورپسې يې د ځوان او تکړه شاعر سردار محمد(صدیقي)پر دوهمي نوي چاپ شوي غزل ټولګي(ږدم ګلونه د یو چا و دروازې ته)خبري وکړې.
ښاغلي حیرت د يادي ټولګي شاعر ته د کتاب د چاپ مبارکي ورکړه او همدارنګه يې د شاعر دا تخلیق شوی پنځ وستايه او زیاته يې کړه چي د يو ښه کتاب تیارول او چاپول اسانه کار ندی.
همدا ډول ښاغلي حیرت کتاب د ټولني د شعوري ويښتیا لپاره يوازنۍ وسیله وګڼل.
له وینا وروسته په دوهمه برخه کي نثر واورول شو او په وروستۍ برخه کي ښکلې مشاعره تر سره شوه.
د مشاعرې د پيل شاعر نظرګل اند ؤ او ورپسې هر ملګري په خپل وار ښکلي شعرونه پر ګډونوالو پېرزول کړل.
د ترنم په برخه کي ښاغلي عبدالکريم(دلسوز)په زړه پوري ترنم وکي۔
د دې لیکني ټول حقوق د Naniwi100 سره محفوظ دي. هیڅ څوک یې د بیا خپرولو او کاپي کولو اجازه نلري .
درنښت 🌹
All Copyrights Of This Post Are Reserved To Naniwi100.
No One Can Copy This Post
0 Comments