له باز څخه یې زده کړئ !


ویل کېږي :


یوازینی مرغه چي د باز له پاسه الوتل کوي هغه کارغه دی.

کارغه د باز د شا له لوري د هغه سرته ور پورته کېږي او بیا د باز د زورولو په خاطر باز پر سر او ملا په موښکه وهي.


خو باز هیڅ پام نه ورته کوي او نه یې هم د راکښته کولو هڅه کوي. همداسي یې پرېږدي او الوتلو ته دوام ورکوي تر څو دومره لوړ شي چي هلته کارغه ته تنفس کول سخت شي او کارغه خپله بیا راولوېږي.


بناءً؛

خپلو موخو ته د رسېدلو په خاطر د هیڅ کینه ګر او خنډ جوړونکي پروا مه کوئ. او مه هم د هغه تر حیثیت اضافه هغه ته ارزښت ورکوئ. پرې اېږدئ چي همداسي ستاسو په لوړېدلو او مخته تللو باندي وسوځي او یوه ورځ خپله راولوېږي  .

Post a Comment

0 Comments