خپله اصلي دنده مه هیروئ !

په پخوا زمانو کي یوه زاړه سړي د سیند غاړي د څراغ په څلي کي وظیفه درولوده، د بوډا وظیفه دا وه چي د شپې به یې څراغ بل ساتی او کښتیو ته به یې لاره ښوده چي ټکر و نه کړي.

یو وخت دي بوډا سړي سره تېل لږ وو، خو یوه شپه یو نږدې مېشت سړی راغی او د خپل کور روښانولو لپاره یې له بوډا لږ تېل پور وغوښتل؛ بوډا ورته تېل ورکړل. بله شپه یو مسافر راغی او له بوډا یې د خپل لاټین لپاره تېل وغوښتل چي د سفر لاره ورته روښانه سي. په ورپسې شپه یوه مور راغله دروازه یې وټکولو او بوډا ته یې وویل: لږ تېل راکړه چي کور کي رڼا بله کړم او بچو ته مي ډوډۍ ورکړم، بوډا ورته تېل ورکړل. بله شپه د بوډا خپل څراغ کي تېل ختم سول او څراغ مړ سو. په دې شپه زیاتره کښتیو لاره غلطه کړه، ټکرونه وسول او ډېر خلګ پکي مړ سول.... د دې ټولو لامل دا و چي بوډا پر خپل لومړیتوب تمرکز هېر کړی و. ده خپله اصلي دنده هېره کړې او په دې کي يې لوی تاوان وکړ.

کتاب: ته چي ومرې څوک به ژاړي؟عبداللہ مخلص//16//08//2020//


Post a Comment

0 Comments