کله چي امريكا په ويتنام کي ماته شوه، او له وېتنام څخه د بېرته تښتېدلو شروع يې وکړه نو د دوى ويتنامي چاپلوسانو، سمسرې او د ويتنام هېواد او قام غدارانو ترېنه وغوښتل چي موږ له ځانه سره امرېکې ته بوځئ. د امريکا پوځ ورته وويل چي وروسته به يوه هيلي کوپټر ستاسو د وړلو لپاره راشي.
کله چي وروستۍ هيلي کوپټر د يوڅو پاتې عسكرو لپاره راغله، ويتنامي چاپلوسان پوهيدل چي امريكا دوى پرېږدي، هڅه يې وکړه چي په زور هيلي کوپټر ته پورته شي. هغوى د هيلي کوپتر زينه پورې وهله او ټول چاپلوسان، دلالان، او سمسرې يې لاندې وغورځولې. دا يې نړۍ ته وښودله چي چاپلوس يا غلام هيڅ ارزښت نه لري!!!
د حيات الله ناصر ليکنه
HaYatullah Nasar
# کاپي
0 Comments