څو لیک نښي؛ دلته یې زده کړئ!


څو لیک نښي؛ دلته یې زده کړئ!
📗📕📒📔
ددې لپاره چي لـه یوې لیکني موـ بشپړه ګټه پـورتـه کړې وي نو اړینه ده چي په لیک نښو ځان پوه کړو.

 

ځیني وایي چي لیک نښي د لیک د لـوستلو پـر مهال دومـره ضروري دي لکه د قرآنکریم په لوستلو کي چي د تجوید علم ضرور وي، نو موږ هم غواړو چي دغه لیک نښي په لنډ ډول ولیکو.
۱ـ ټکی یا نقطه (.) دا نښه د بشپړي جملې په پای کي ایښودل کیږي او د جملې تمام والی ښیي، لکه:
څه چي کرې هغه به رېبې.
نن شکیب ناروغه دی.
دې نښي ته (تمکۍ) وایي.
۲- چپه پېښ یا کامه (،) دا نښه د یوې لنډي دمې لپاره کاریږي، په یوه جمله کي که سړی وغواړي لږ ځنډ وکړي نو دغه نښه راوړل کیږي، مګر ډېری وخت د کلمو او نیمګړو خبرو تر منځ د عطف لپاره راځي.
لکه: حامد، وصال، مدینه او نجیبه په ازموینه کي بریالي سول.
ګل پاچا الفت د پښتو نثر ستر لیکوال، ښه شاعر او پوخ مفکر دی.
دې نښي ته (تړونی) وایي.
۳- دوه ټکي یا شارحه (:) دا نښه د یوې جملې د څېړني علامه ده، د هغي کلمې یا جملې په پای کي لیکل کیږي چي وروسته ورپسي شرحه او تفصیل راځي.
لکه: افغانستان ډېر لوی مېړني بچي لري: احمدشا بابا، غازي امان الله خان، میرمسجدي خان او نور…
او یا هم په پښتو کي ډېر لوی شاعران تېر سوي دي: رحمان بابا، خوشحال خان خټک، حمزه بابا او نور.
دې نښي ته (څرګندنۍ) وایي.
۴- سوالیه نښه (؟) د ا نښه د پوښتني په وخت کي راوړل کیږي، یعني د هر ډول سوالیه غونډلو په پای کي راځي.
دې نښي ته (تپوسنۍ) ویلای سو.
لکه :
نوید چيري دی؟
کتاب دي خلاص کړ؟
۵- حرف ندایه (!) دا نښه د ږغ او ندا په وخت کي کاریږي، لکه:
کتاب ولوله!
دلته راسه!
خو اصلي خبره داده چي د خبردارۍ او تنبېه په وخت کي هم دغه نښه کاریږي او په دې سبب مخاطب ته د امر کولو په اخر کي هم راځي، لکه:
ورورڼو پورته سئ!
د پښتو په لاره کي ځانونه قربان کړئ!
همدا راز د غه نښه د تعجب، حیرانتیا او افسوس په ځای کي هم راوړل کیږي. مګر د زیات تعجب او زیاتي خبردارۍ پر مهال دوه او یا هم درې ځله لیکل کیږي.
لکه:
اوه څومره ښکلی کتاب دی!!
افسوس! چي هغه وخت زه پوهېدلای.
کله چي پوښتنه او تنبېه دواړه مطلب وي، نو د پوښتني او خبردارۍ نښي دواړه یو ځای راځي.
لکه: د خدای لپاره دا څه حال دی؟!
دې نښي ته (خوځکۍ) وایي.
۶- ټکی او چپه پېښ (؛) دا نښه د زیاتي وقفې لپاره په کاریږي، مګر د کلمو تر منځ نه راځي، بلکه د هغو مرکبو جملو په منځ کي راوړل کیږي چي په معنی کي یو له بل سره تړلي وي، لکه:
له هغه علم سره چي اخلاق ورسره نه وي؛ ناپوهي غوره ده.
دې نښي ته په پښتو کي (ځنډ نښه) وایو.
۷ـ کش ( ـ ) دا نښه د یوې جملې د بېلوني لپاره کارول کیږي، په ځانګړي ډول په سوال او ځواب کي د هري جملې په سر کي راځي او لیکوونکی او اورېدوونکی له (تا وویل) او ما (وویل) له تکرار څخه ژغوري. مثلًا:
ـ چیري وې؟
ـ ښار کي وم.
ـ څه دي کول؟
ـ یو کتاب مي واخیست.
دا نښه کله ـ کله د دوه کلمو په منځ کي چي په تکرار ډول راغلې وي هم راځي.
لکه جلا ـ جلا ، افسوس ـ افسوس.
دې نښي ته (سم سمۍ) وایو.
۸- وړوکی قوس ( ) دا نښه د خاصو نومونو او خاصو جملو د جلبولو لپاره کارول کیږي.
لکه :
زما ملګری (ساحل) ډېر ښه لیکوال دی.
زه غواړم سباته له وصال سره (چي زما ښه ملګری دی) ويژه عالي لیسې ته ولاړ سم.
دې نښي ته (لیندۍ) وایو.
۹- دوه غبرګ قوسونه (( )) ددې نښي په منځ کي د بل چا نظریه، یا د کتاب عبارت او یا دزیاتي توجه وړ او ژورنالستان ملګري پکښي مستقیم نقل قول را اخلي لکه:
ولسمشر وایي:
((هیڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی))
یا هم
په دې ورځو کي د ((امریکا ټاکني)) کلمې ډېري ګردانیږي.
10ـ درې ستوري (*)دا نښي د یوې مقالې د یوې برخي د تمامېدو او د بلي برخي د شروع کېدو په منځ کي لیکل کیږي، یعني یو بحث له بل نه بېلوي.
یادونه: د لیک نښو بشپړ ډولونه همدا پورتني نه دي، نور ډولونه یې هم سته خو په ورځنیو چارو کي ترې یا ډیره ګټه نه اخیستل کیږي او که اخیستل کیږي نو ډېره کمه به وي.!


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ.!
د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ لپاره یې شېر کړئ، تـرڅـنګ یې زموږ پاڼه هم لایک کړئ او د نورو ملګرو سره یې شریکه کړئ.!     
په منني.!

لیکوال  : عبدالغني وفا

All Copyrights Of  This  Post Are Reserved To www.naniwi100.com

"Copyright Disclaimer under Section 107 of the copyright act 1976, allowance is made for fair use for purposes such as criticism, comment, news reporting, scholarship, and research. Fair use is a use permitted by copyright statute that might otherwise be infringing.


Post a Comment

0 Comments