حاجي زبردست خان بټېزی

حاجي زبردست خان بټېزی

زبردست د کرم زوی او د جلال لمسی دی، دی موږ ته خپل ځان داسي راپېژني:

نوم زما دی زبردست

کم طاقت خالي مي دست

بولم ځان زوی د کرم

يم تر خدای پوري ډېر گرم

هم نمسی يم د جلال

نفس شيطان کړمه ملال

او بل ځای وايي: 

گنهگار نوس پرست يم

په معصيت کي زبردست يم

زه يم زويه د کرم

په تحقيق تر اللّٰه گرم

زه له اصله بټېزی يم

د جلال مرحوم نمسی يم

ځينو افغان او هندي ليکوالانو نوموړی کاکړ بللی دی، خو دی خپل ځان بټېزی ترين بولي، په دې اړه ده د کنزالقراء په سريزه کي ليکلي دي "حاجي زبردست تريني افغان بټېزی " 

په پښين د حاجي زبردست خان بټېزي مزار :


د حاجي زبردست د زوکړي او مړيني په اړه کره مالومات نسته، يوازي دومره ويلی سو، چي ده خپل يو کتاب په ۱۲۱۵س (۱۸۰۰ز)، بل په ۱۲۲۰س(۱۸۰۵ز) او دريم يې په ۱۲۲۶س(۱۸۱۰ز)نظم کړی او ليکلی دی، له دغو نېټو څخه اټکل کولی سو، چي زبردست به د دوولسمي پېړۍ د دوهمي نيمايي د کلونو په ترڅ کي زوکړی وي او ژوند يې تر ۱۲۲۶س(۱۸۱۰ز) پوري يقيني دی.

نوموړی د لوی کندهار "اوسنۍ سوېلي پښتونخوا" په پښين کي اوسېدی او د پښين د بازار شمال لور ته د ملېزو په کلي کي يې هديره ده، چي د تورغاښ نيکه په زيارت سره اوڅاره ده، ځيني نور يې بيا نامه ته په کتو د مؤمن خان او شيرينو د نکل زبردست خان بولي، چي دا يوه ستره تېروتنه ده.

د حاجي زبردست د يوه کتاب د پښتۍ انځور، چي سيد احمدشاه نوراني پښتو ته ژباړلی دی :


د ده دغه آثار موږ ته معلوم دي:

۱- زخيرة القراء"منظوم پښتو - تجويدپوهنه"

۲- کنزالقراء"منثور پاړسي - تجويدپوهنه"

۳- روضة النعيم"منظوم پښتو - حديثپوهنه"

۴- درود"منظوم پښتو"

۵- مناجات"منظوم پښتو"

۶- مناجات"منظوم پښتو"

حاجي زبردست خان بټېزی يو نتلی پښتون ليکوال دی، چي ځينو په ليک-لوست پوه پښتنو يې ليکني غلا کړي او پر خپل نامه يې اړولي دي، آن څه موده مخکي يې د هديرې "مزار/زيارت" شاؤخوا د زوراکو له خوا د خزانې په تمه کيندني هم وسوې.

اخستنليکونه:

۱- رشاد، عبدالشکور، علامه، د پښتو تجويدونو تاريخچه، ۱۳۵۹ل، کابل.

۲- هيوادمل، زلمی، د پښتو د ادبي تاريخ خطي منابع، ۱۳۶۶ل، کابل.

۳- بټېزی، زبردست، کنزالقراء "ژباړن سيد احمدشاه نوراني، ۱۴۳۱س، کوټه.

۴- پانيپتي فتح محمد، قاري، عناياتِ رحماني شرح شاطبي، ۱/ ټوک، ۱۹۹۷ز، لاهور.

۵- د ملک محمدلعل ترين ياداښتونه.

★ليکنه: مطيع اللّٰه زلال


د دې  لیکني ټول حقوق د Naniwi100 سره محفوظ دي. هیڅ څوک یې د بیا خپرولو او کاپي کولو اجازه نلري .
درنښت 🌹
All Copyrights Of This Post Are Reserved To Naniwi100.
No One Can Copy This Post

Post a Comment

0 Comments