د تاریخ په اوږدو کې چې هر قام د پردی فکر تر چتر لاندې ژوند غوره کړې نو هغه ناورین د تاریخ ژوندیو ولسونو ضرور ټیټ. ذلیل و له منت څخه ډکې و ناولې شيبې ګڼلي دي
او د ښکیلاک له هر مکار کنډوو څخه تل ازاد پالو مبارزینو ته داسې القاب کارول شوې چې هر خوبوړی و غافل پرې سل په سله یقین کړیدي
او حتی څه لاسپوڅو ورسره فزیکی مزاحمت ته د دفاع په نامه ملا تړلی
خو د دښمن په مکر و دوکې یې داسې وخت سرخلاص شوې چې وخت ترې تیر او کړې پښیمانتیا ورته انې قدرې ګټه هم نده کړې.
یادونه:
د منت خواړه به ونه خورم که مړ شم () که مدد لره مې راشي مسیحا
نور غمونه واړه سهل دي حمیده! () خو په پوزه دې د طمعې زنځیر مه شه
چې په پوزې یې پیزوان د طمعې نه وي () د هغو خلکو ګردن به وي مدام لوړ
چې د اوسپنې زنځیر شکوی په ګوتو () هغه دیو په اومه تار د احسان نښلي
نوټ:
چې د بل په کوڅه ورشي سړې سپک شي
له سایله سره ځکه سګان نښلي
بلاوهلې درویش
0 Comments